امریکا دخپلی ماتی غچ اوس له بیګناه افغانانو ځخه اخلې
رحمت اله روان رحمت اله روان

 

په افغانستان کي اوس  ۱۳۰ زره بهرني سرتیري حضور لري او له افغان ځواکونو سره د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندي جگړه کې مرسته کوي،په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري ټول بهرني جنگي سرتیري له افغانستان ووځي او د دغه هیواد امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري،اوس بهرنیو ځواکونو د افغان ملي اردو او پولیسو د روزني هڅي گړندۍ کړي دي چي کولای سي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل هيواد امنیت وساتي،په عین وخت کې د افغانستان او امریکا تر منځ پر ستراتیژیک تړون باندي کار روان دﺉ چې له مخي به ئې امریکا په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته دایمي پوځي اډې ولري.

د کندهار په پنجوايي کې د امريکايي ځواکونو وروستي وحشت ډېر زړونه ودردول، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو دا وحشت وغانده او پر وړاندې يې خپل غږ پورته کړ،ولسمشر حامد کرزي په کندهار کې د امريکايي سرتېري له خوا د ملکي خلکو وژل وغندل او دا کړنه يې قصدي انسان وژنه ترور او نه بښونکی عمل بللی دې.

 کوم چی دامریکا یانو له لوری دنوموړی عام وژنی په پايله کې اوس د وژل شوو ملکي خلکو شمېر17 تنو ته دښځو او وړو ماشومانو په شمول رسیدلی دې

د ځينو رېپوټونو له مخې يو بل تن چې سخت ټپي شوی و درملنه يې نه ده شوې او  له دې نړۍ يې سترګې پټې کړې. خو ځينې نور د دغه بدلون ﻻمل  څېړنه بولي.د روسي سفير زمیر کابلوف ویلی دی چی: امريکا په افغانستان کې جګړه وبايلله ماته يې وخوړه اوس دخپلې ماتې غچ په تش لاسو افغانانو څخه اخلي کابلوف همدا راز ويلي دی، چې په افغانستان کې د امريکايانو لخوا په عامو خلکو د بيا ډزو کول او دولسي وگړو په کورونو يرغلونه کول دا په ډاګه کوي، چې دغه هېواد په افغانستان کې جګړه بايللې او دوی يې مخنيوي نشي کولی.کابلوف دا هم ويلي، چې د افغانستان جګړه د امريکا لپاره د ويتنام جګړې په څېر شوې او  هېڅ چاره يې نه شي کولی. ده امريکا ته سپارښتنه کړې، چې د افغانستان  بيا رغاونې ته پاملرنه وکړي د بې گناه افغانانو له وژنې لاس واخلي اودستونزې دحل لپاره لارې چارې وگوري په دغه برخه کې روسيې لخوا هم د امريکا مرسته کولای شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف، دتیری یکشنبې په ورځ ويلي دي چې ناټو ځواکونه باید تر هغه وخته پوري له افغانستان څخه و نه وزي چې افغان ځواکونه د خپل هیواد د امنیت ساتلو توان نه وي پیدا کړی،لاوروف له یوه افغاني تلویزون سره په مرکه کې ویلي دي چې دا د «نړیوال قانون» یو مهم ټکی دئ چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکي افغان دولت باید د قانون پلي کولو ظرفیت ولري،نړیوال امنیتي مرستندوی ځواک په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړي له مخي حضور لري. دغه ماموریت روښانه دئ. له افغانستان څخه تر وتلو مخکي باید هغوی دغه ماموریت په صحیح توگه سرته ورسوي،همدا رازد روسيې د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د کنترول ادارې مشر ويکتور ايوانف وايي چي له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د «نشه يي موادو سونامي» احتمال سته،د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي دي چې د پوځونو د را ایستلو پر سر ټینگار حیرانوونکی دئ:«ځکه چي امریکا له افغانستان سره تر ۲۰۱۴ کال وروسته د څلورو یا پنځو پوځي اډو د جوړولو پر سر په تفصیلي خبرو بوخته ده،هغه زیاته کړه ده چې له افغانستان څخه تر وخت مخکي د پوځونو را ايستل به په سیمه کي بې ثباتي راولي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه په يوه تبصره کې ليکلي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په خپل هېواد کې د امريکايي پوځيانو له حضوره ستومانه شوی او دی د امريکا د پوځي ماموريت هدف په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستل او د وسله والو مخالفانو ځپل نه ګڼي بلکې فکر کوي چې امريکايان په افغانستان کې د دايمي حضور په لټه کې دي،واشنګټن پوسټ ليکي: د افغانستان ولسمشر د تېرې پنجشنبې په ورځ وويل چې افغان ځواکونه تيار دي چې د خپل هيواد ټول امنيتي مسوليتونه په کامل ډول په غاړه واخلي،د واشنګټن پوسټ د مقالې ليکوال وايي چې د دې علت چې کرزی ولې داسي غوښتنه کوي دا په دی علت  چې کرزی په افغانستان کی د ملکيانو پر وژلو سخت په غوسه دی. ليکوال په عين حال کې وايي چې کرزی په دې پوهېږي چې که د امريکا پيسې او پوځي ملاتړ نه وي حکومت يې ډېر نه شي پايېدلی خو هغه په خپل هېواد کې د امريکايانو پر کړنو ناراض دی کرزی نور ځان یو ګو ډاګی ولسمشر نه بو لی او په افغانستان کی دا مریکا پر هدفونو شکمن دې.

د واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي چې کرزی ولي د امریکا څخه په عذاب شوی دی. ورځپاڼه لیکي چې د امریکا پوځونو د ولسمشر کرزي د حکومت دپاره لس کاله جګړه وکړه او خپل ځانونه یې د لاسه ورکړل چې د ښاغلي کرزي نه دفاع وکړي خو تیره اونۍ هغه د امریکا ددفاع د وزیر سره دلیدو کاتو پر مهال غوښتنه وکړه چې امریکايي ځواکونو دي نور د هغه دپاره جګړه نه کوي،د واشنګټن پوست ورځپاڼه د ولسمشر کرزي له قوله لیکي چې وايي هیواد یې دې ته چمتو دی چې په ټول هیواد کې امنیتي مسولیتونه په بشپړه توګه په غاړه واخلی ورځپاڼه لیکي چې د ولسمشر کرزي د بیانیې څخه داسي معلومیږي چې هغه د امریکايي ځواکونو د تیروتنو په خاطر په غوصه شوی دی. ددغو ځواکونو وروستۍ تیروتنه دا وه چې تیره اونۍ یې د کندهار د پنځوايی په ولسوالۍ کې ۱۶ بې ګناه افغانان ووژل. ولسمشر کرزي د جمعې په ورځ وویل چې هغه نور په دې خاطر چې د امریکا پوځ دغه موضوع څه ډول اداره کړه، بې حوصلې شوې دی، د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې ولسمشر کرزی په دوامداره توګه په دې باور و چې امریکايي ځواکونه د حل لارو پر ځای ستونزې پیدا کوي. په دې ورستیو کې د امریکا د پوځ غټو تیروتنو چې په کښي پر مړو باندي د بولو مسله، د قرآن شریف د سوځولو مسله او د پنځوايی د قتل عام مسله شاملې وې، د کرزي د هغه ادعا ملاتړ وکړ چې وايي د امریکا د یاغي ګرۍ ضد تګلاره کار نه ورکوي،ورځپاڼه لیکلی دی چې د هغه وروستۍ غوښتنه چې ناټو دي په افغان کلیوو او باڼدو کې نور نه اوسیږي او غټو نظامي مرکزونو ته دي بیرته ستانه شي، د غوښتنو د هغه لست وروسته کېږي چې په کښي یې د ناټو د هوايي بمباریو بندیدل، د شپې د خوا د عملیاتو دریدل، د شخصي کمپنیوو او ولایتي بیارغونې د ټیمونو لغوه کول او د امریکايي زندانونو د بندیدلو مسلې شامله وې،د ولسمشر کرزي افکار هموغمره پخوانۍ رېښې لري لکه اوسنۍ جګړه چې یې لري خو د امریکا سره د هغه مخالفت د ۲۰۰۹ کال په دویم ځلي انتخاباتو کې پیل شو. دا یوه داسي دوره وه چې یو داسي زخم یې رامنځ ته کړ چې هیڅکله بیرته جوړ نشو.

ورځپاڼه لیکلی دی چې د امریکا د تایید نه څوکاله مخکي افغان ولسمشر کرزي او د هغه حکومت دا ویل چې طالبان په پاکستان کې پټنځایونه او ځالې لري. د امریکا انکار چې د ترهګرۍ سره په هغو سیمه کې مبارزه وکړي چیري چې رېښې لري، د دې سبب شو چې افغان چارواکي په افغانستان کې د امریکا د پټو اهدافو په هکله شکمن شي— د امریکايي چارواکو له قوله چې د هغه سره یې له نږدې نه کار کړی دی، په دې شکونو کې دا شک هم موجود و چې امریکا غواړي په افغانستان کې ستونزو ته لمن ووهي چې په دغه هیواد کې د دایمي پاته کیدو دپاره لاره هواره کړي،ورځپاڼه لیکلی دی چې ولسمشر کرزی هیڅکله هم د جګړې پلوی نه دی پاته شوی. هغه په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشر اوباما د پریکړې په هکله شک او تردید درلودی چې افغانستان ته یې ۳۰ زره اضافي عسکر راولېږل. په ارګ کې د ولسمشر کرزي سلاکاران وايي چې هغه یو ډیر سوله دوست طبعیت لري او د ورځنیزو پوځي عملیاتو سره لږ علاقه لري. ځیني وخت په خپل هفته ایزه د ملي امنیت د شورا په غونډه کې د نظامي عملیاتو او تازه معلوماتو پرځای سیاسي او سیمه ایزو مسلو ته زیاته پاملرنه کوي.پای .


March 26th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات